د مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت اړوند د غصب شویو ښارګوټو د راګرځولو په اړه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني او یو شمېر مرکزي رییسانو ګډون درلود.
دغه راز په یاده ناسته کې له غصب څخه د ځمکو مخنيوي او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسيون لخوا د قضایي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته د کډوالو ښارګوټو د راګرځول شویو ځمکو په اړه معلومات شریک شول.
همدارنګه یادونه وشوه، چې په تېرو دوو لسیزو کې د کډوالو ښارګوټو ځینې استوګنیزې نمرې نامستحقو کسانو ته وېشل شوې او په ځینو ولایتونو کې د کډوالو ښارګوټي غصب شوي، چې د تثبیت او د راګرځولو چارې یې روانې دي.
مولوي عبدالکبیر د کډوالو ښارګوټو د تفصیلي پلانونو پر ژر بشپړېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د استوګنیزو نمرو په وېش کې دې اصول عملي شي او له اړوندو ادارو سره دې په همغږۍ هغو کورنیو ته کافي وخت ورکړل شي، چې د کډوالو ښارګوټو کې ژوند کوي خو اړین اسناد نه لري او مستحق نه دي.
د ناستې په پای کې ښاغلي وزیر یوې کمېټې ته دنده وسپارله، تر څو د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون سره همغږي وکړي او هغه ښارګوټي له نږدې وارزوي، چې ځمکې یې غصب شوې دي.

