د ملي دفاع وزارت وایي، د مرکزي قطعاتو او سیمهییزو قول اردوګانو ۵۶۱ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړهایزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ د معسکر دولسمې دورې له درې میاشتنیو پوځي، فکري، نظري او عملي زدهکړو وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي، د اوپراسیون رییس مولوي نورالرحمن نصرت، سرمفتش مفتي لطیفالله حکیمي او د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر ریيسانو، مسوولینو او علماء کرامو ګډون کړی و.
د غونډې ویناوالو د یادو مراسمو پر مهال د ملي اسلامي اردو په پوځي زدهکړو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «تاسو د اسلامي نظام ساتونکي یاست، د یاد مسوولیت د ښه ترسره کولو لپاره باید د پوځي زدهکړو ترڅنګ په فکري زدهکړو هم سمبال واوسئ. د هېواد د سرحدونو او اسلامي ارزښتونو په ساتنه کې هېڅکله غفلت ونکړئ؛ په خپل دریځ کلک و اوسئ او خپل قوت او عزم برحاله وساتئ.»
په پای کې یادو فارغانو د ترلاسه کړو پوځي زدهکړو ننداره وړاندې کړه او مسوولینو ته یې ډاډ ورکړ، چې د سر او وینو په بدل کې له اسلامي نظام او هېواد څخه د دفاع او ساتنې لپاره چمتو دي.

