روسیه کې د افغانستان لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن په مسکو کې د سعودي عربستان له نوي سفیر سامي محمد السدحان سره لیدنه کړې.
روسیه کې افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او سعودي عربستان په ګډو موضوعاتو د بحث سربېره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او ګډې همکارۍ خبرې شوې.
د یاد سفارت په وینا؛ دې لیدنه کې دواړو لوریو د تاریخي اړیکو پر بنسټ د رغنده دوه اړخیزو تعاملاتو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

