د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۱۸هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۱۸هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
کندهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۶۶۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې لس زره او ۱۶۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه یو زر او ۸۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې اووه زره او ۵۸۸ تنه و، کندهار، هرات، زابل، لوګر، غزني، میدان وردګ، فراه، هلمند، نیمروز او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۱ میلیونه، ۲۵۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو زر او ۲۷۹ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۱۵۷۵۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته یو زر او ۷۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننګرهار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۳۷۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو یو زر او ۷۶۷ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۴۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۳۲۴ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون ،۲۷۱ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۶۱ کورنیو سره ټولې څلور میلیونه او ۶۵۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۶۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
هلمند
بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې ۱۰۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۵۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د هلمند له بهرامچې څخه ۱۰۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۳۵ تنه و، مرکز لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته دوه میلیونه او ۳۴۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۷ کورنیو سره ټولې۸۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همداراز یو زر او ۱۲۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې او ۳۰ زره کرایه ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره ټولې۱۰۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۶۲۴ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۳۵ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره ټولې۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو او د ننګرهار ولایت د تورخم په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې، او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
ټولیز ارقام:
ثبت شوي کډوال : ۲۱۹۴ کورنۍ او ۱۲۶۶۶ وګړي
لېږدول شوي کډوال : یو زر او ۶۰۹ کورنۍ او لس زره او ۵۵۳ وګړي
مرسته شوي کډوال : یو زر او ۹۶۶ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: یو زر او ۶۶۵ عدده

