بلخ ولایت کې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړو پوړو چارواکو په شتون کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د مدیریت او ادارې له ښوونیز پروګرام څخه څهباندې يو زر او ۵۰۰ مجاهدین فارغ شول.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې لوی رییس مولوي غلام حیدر شهامت په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، د یوه متوازن او خپلواک اسلامي نظام بنسټ پر علم او عمل ولاړ دی او دیني او عصري علومو ته ارزښت ورکول د امت د عزت کیلي او د ملت پرمختګ دی.
مولوي غلام حیدر شهامت وویل: «مجاهدین د مېړانې او ایثار وارثان دي او باید په دیني، عصري او مسلکي علومو کې هم بشپړ مهارت ترلاسه کړي».
ښاغلي شهامت زیاته کړه، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره ژمنه ده، چې مجاهدینو او د ټولنې نورو اقشارو ته د لا زیاتو زدهکړو زمېنه برابره کړي.
ورته مهال د بلخ والي محمد یوسف وفا د ادارې او مدیریت په برخه کې د مجاهدینو لپاره د زدهکړو د زمینې د برابرولو په برخه کې د دې ادارې له هڅو مننه کړې ده.
همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د مجاهدینو د فراغتغونډې په پای کې؛ د بلخ پوهنتون رییس او د علماوو شورا رییس او نورو سیمهییز مسولینو هم وینا وکړه.
دوی ټینګار وکړ، هغه مجاهدین او کارمندان چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه فارغ شوي دي باید باید خلکو او هېواد ته د خدمت کولو په پار، په بشپړ صداقت سره هڅې وکړي.

