ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده‌کړو وزیر او د جاپان د نوي سفیر لیدنه؛ له افغانستان سره د جاپان د مرستو او همکاریو پر دوام ټنیګار وشو

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم په کابل کې د جاپان له نوي سفیر ماساموتو کینیچي سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د لوړو زده‌کړو وزیر د جاپان نوي سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغانستان د رغونې او بیارغونې بېلابېلو پروژو او د لوړو زده‌ کړو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

شیخ ندا محمد ندیم په دې لیدنه کې د افغانستان په تړاو د جاپان پر مثبتو تګلارو خوښي څرګنده کړه او د دغه هېواد له همکاريو او مرستو یې مننه وکړه او پر دوام یې ټینګار وکړ.

د جاپان نوي سفیر ماساموتو کینیچي په خپلو خبرو کې د هېواد په شمال کې وروستي زلزلې له امله د تلفاتو په تړاو خواخوږي څرګنده کړه او تر څنګ يې د جاپان د فعالیتونو او مرستو په اړه، چې په افغانستان کې ترسره شوي، معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د هغو پرمختګونو او فعالیتونو څخه چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې ترسره شوي؛ خوښي څرګنده کړه او د خپل هېواد د همکاریو او مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.