د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: « پاکستان په رسمي او علني ډول منلې، چې دوی د افغانستان مخالفو ډلو ته پناه ورکړې، څو د افغانستان پر وړاندې اقدامات وکړي».
نوموړي لیکلي، د پاکستان له لوري د افغانستان د مخالفو ډلو ملاتړ او پناه ورکولو او دې ډول دښمنانه چلند څخه نړۍ باخبره ده.
ښاغلي خلیلزاد ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترکیه کې ترسره شويو مذاکراتو ناکامه پړاو ناهیلی کړی؛ خو ټینګار یې کړی، چې دا هڅې باید دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړې، منځګړي باید دواړه خواوې وهڅوي؛ ترڅو پر دې اصل موافقه وکړي، چې هېڅ لوری به هېڅ وګړي یا ډلې ته اجازه ورنکړي، چې د بل هېواد پر ضد د دوی له خاورې څخه کار واخلي او د سرغړونو د معلومولو لپاره نښې او د څارنې یو سیستم رامنځته کړي. دا کار اسانه نه دی، خو باید وشي.
زلمي خلیلزاد ویلي، پاکستان باید واقعبین وي؛ دا تمه نه شو لرلی، چې افغانستان دې دا ومني، چې د ټيټيپي جنګیالي له پاکستان څخه افغانستان ته واړول شي او افغانان دې ورسره وجنګېږي.
نوموړي يادې څرګندونې داسې مهال کړي، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ د حل په موخه په استانبول کې ترسره کېدونکي مذاکرات د پاکستاني پلاوي د ناسمو غوښتنو له امله بېپایلې پای ته رسېدلي دي.

