ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د عصري زده‌کړو د لا پرمختګ په موخه ۶۳۳ بستونه منظور کړل

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د نوې ټکنالوژۍ او عصري زده‌کړو لا پرمختګ په موخه ۶۳۳ بستونه منظور کړل.

د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، چې په منظور شویو بستونو کې د دې وزارت په وروستۍ نهمې او لسمې ګڼې عالي شورا کې رامنځ ته شویو پوهنځيو او فوق لېسانس برنامو (کمپیوترساینس، انجنیري، مصنوعي ځیرکتیا، ریاضیات) او په بدخشان او غزني پوهنتونونو کې د منظور شویو طب پوهنځیو لپاره اداري او کادري بستونه شامل دي.