ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته ۱۸ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې په غونډه کې له هراړخیز بحث وروسته د درې میلیارده او ۳۲۱ میلیون افغانیو په ارزښت شپږ پروژې منظورې شوې او په شپږو نورو پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل.

یاد معاونیت زیاته کړې، چې همدارنګه د څلورو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

په همدې ډول یوه پروژه بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وسپارل شوه او د بلې پروژې په اړه بیا اړوندې ادارې ته لارښوونه وشو، چې تدارکاتي بهیر یې له سره وارزوي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

په منظور شویو پروژو کې د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د اوبو ذخیروي بند، د پروان ولایت د بګرام او کوه ساپي ولسوالیو ترمنځ غځېدلی سړک، د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسول او په نورو بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا د نیم‌کاره پروژو د چارو بشپړول شامل دي.

د یادونې وړه ده، چې د دغو پروژو مالي لګښت د اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي.