ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ عبدالحکیم حقاني نورستان ته د یتیمانو، کونډو او معلولینو خدمتونو د څرنګوالي په موخه سفر کړی

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني نورستان ته د سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو ارزونې وروسته د یاد ولایت له والي شیخ شیر احمد حقاني سره لیدنه کړې.

شیخ عبدالحکیم حقاني نورستان ته د خپل سفر اصلي موخه د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو حل او هغوی ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي ارزونه یاده کړې.

نوموړي همداراز په دې ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له مسولینو او کارکوونکو سره لیدنه کړې او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې اوریدلي دي، چې د حل په موخه یې لازمې لارښوونې کړي.

 د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال همداراز د نورستان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر وړاندې د پرتو ستونزو (د یاد ریاست لپاره د اداري ودانۍ نشتون او همدارنګه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د الکترونیکي تذکرو په ویش کې د آسانتیاوو رامنځ ته کولو) په موخه د یاد ولایت له والي سره لیدنه کړې او یادې ستونزې یې ورسره شریکې کړې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رییس ملا صدو خان حق پرست او د ژوند د هوساینې او پرمختیا لپاره موسسې له رییس محمد نعیم روحانی ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شوی، چې د هغه له مخې به په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې ۲۳۳ تنو یتیمانو ته خوراکي مواد ( اوړه، وریجې، غوړي، دال، بوره، چای، مکروني، مالګه، لوبیا) او غیرخوراکي توکي (قرطاسیه باب) چمتو او وویشل شي.

د یادې پروژې ټوليز ارزښت ۴۹ زره او ۷۰۰ ډالر کیږي، چې د څلورو میاشتو په موده کې به بشپړه شي.