ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په استانبول کې د کابل ــ اسلام‌اباد ترمنځ پر وروستیو مذاکراتو ټیلیفوني خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ټیلیفوني خبرې وکړې.

 یاد وزارت زیاتوي، چې په دې خبرو کې دواړه لوریو د دوو اړخیزو اړیکو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ استانبول کې پر وروستیو مذاکراتو هم خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار وکړ او په دې تړاو یې د خپل هېواد له لوري د رغنده رول لوبولو وړاندیز وکړ.

مولوي امیر خان متقي وویل، د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د مشرتابه په ځانګړې لارښوونه او صلاحیت او په ښه نیت له پاکستاني لوري سره استانبول کې خبرو کې ګډون وکړ او زیاته یې کړه چې پاکستان سره د ستونزو حل ته د دیپلوماسۍ او تفاهم له لارې لومړیتوب ورکوي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې د خبرو درېیم پړاو کې پاکستاني لوري د هېڅ ډول مسوولیت منلو ته چمتو نه و، چې له امله یې ونتوانېدو چې ملموسې پایلې ته ورسېږو.