د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۱۷هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۱۷هـ ل نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
کندهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې یو زر او ۳۶۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته زره او ۱۲۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه یو زر او ۶۰۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱ زره او ۲۵۰ تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۱ میلیونه، ۲۴۶ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي کمېټې له لوري له یو زر او ۱۲ کورنیو سره ټولې اته میلیونه او ۳۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۱۶ زره او ۱۲۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته یو زر او ۷۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننګرهار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۵۸۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو درې زره او ۹۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۷۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۷۸۹ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه میلیونه ، ۱۵۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي کمېټې له لوري له ۸۹۵ کورنیو سره ټولې اووه میلیونه او ۳۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۶۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
هلمند
بهرامچه (ډیورنډ فرضي کرښه)
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې ۱۸۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۰۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د هلمند له بهرامچې څخه ۱۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۶۱ تنه و، لښکرګاه، صفار، دیشو، خانشین، ګرمسیر ولسوالیو او نیمروز او کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون او ۵۹۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي کمېټې له لوري له ۱۲۳ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۶۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره ټولې ۱۱۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همداراز یو زر او ۱۳۵ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي کمېټې له لوري له اوو کورنیو سره ټولې ۶۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۶۱۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۱۶ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه یو زر او ۹۸۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱ زره او ۲۱۰ تنه و، ننګرهار، لغمان، خوست، پکتیا، پکتیکا، زابل، جوزجان، سرپل، فاریاب، کندز، تخار، بغلان، بلخ، کندهار او سمنګان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته شپږ میلیونه،۷۰۰ زره او ۵۹۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه
په مجموع کې راستنېدونکو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور معلومات او پوهاوی ورکړل شوی.
ټولیز ارقام
ثبت شوي کډوال: دوه زره او ۹۸ کورنۍ او ۱۲ زره او ۴۵۵ تنه
لېږدول شوي کډوال: څلور زره او ۴۳۱ کورنۍ او ۲۷ زره او ۱۰ تنه
مرسته شوي کډوال: دوه زره او ۵۱ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: یو زر او ۶۵۲ عدده

