د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په قره شیخي کلي کې د څه باندې ۶.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه بند د جوړولو چارې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده له خوا رسمآ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر، د فاریاب ولایت والي مولوي عبدالاحد فضلي، مل پلاوي، د علماوو شورا رییس مولوي عبدالجلیل شهیدخيل، د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي علاوالدین حق پرست، یو شمېر نورو مسوولینو، علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر ارزښتناکه وینا وکړه او ویې ویل: ” زموږ او ستاسو دنده ده چې له اسلامې نظام څخه ساتنه وکړو او د اسلامي نظام تقاضا دا ده، چې په ټول هېواد کې عدالت وي، په کوم هېواد کې چې عدالت وي ستونزې نه رامنځته کیږي. “
نوموړي زیاته کړه، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپلو ژمنو سره سم په دې توانیدلی ترڅو د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د خلکو د غوښتنو سره سم بېلابېلې پراختیايي پروژې پلي او عملي کړي.
د یادونې وړ ده، چې یاد بند ۴۱.۵ متره اوږدوالی،۳ متره لوړوالی او ۱۸متره عرض لري. د یاد بند د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې د یاد کلي سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

