د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد په یوه انلاین خبري ناسته کې ویلي، په پاکستان کې ځینو پوځي کړیو ته په افغانستان کې مرکزي او قوي حکومت، امنیت، پرمختګ او سوله او ثبات د منلو نه دي.
د ښاغلي مجاهد په وینا، دغه خاصو کړیو تل د افغانستان له ناامنۍ، اشغال، کډوالۍ او مجبوریتونو ګټه پورته کړې او اوس یو ځل بیا غواړي په ځینو بهانو سره افغانستان سره ځان په ستونزه کې ښکېل کړي.
د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، افغان حکومت پوهېږي چې د دې خاصې ډلې د افغان ضد پالیسیو سره د پاکستان ولس، سیاسي ګوندونه او علماء همغږي نه دي.
د ښاغلي مجاهد په وینا، دغه کړۍ په اسلامي امارت باندې ناسم تورونه پورې کوي، نړۍ ته داسې ښيي چې ګویا د پاکستان نا امني او د پاکستان د طالبانو تحریک (TTP) په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ سره جوخت پيل شوې.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، چې «ټيټيپي» د پاکستاني ملېشو د ناسمو سیاستونو له امله د ۲۰۰۲ زېږدیز کال راپدیخوا رامنځته شوی او له اسلامي امارت سره هېڅ تړاو نه لري.
نوموړي زیاته کړې، «ټيټيپي» د پاکستاني ملېشو په اجازه پر قبایلي سیمو د امریکا د بېپیلوټه الوتکو د پراخو بریدونو او بمباریو په غبرګون کې رامنځته شوه.
د اسلامي امارت ویاند د ټيټيپي پر وړاندې د پاکستاني عسکرو د بېلابېلو عملیاتو د شواهدو په وړاندې کولو سره ویلي، چې د دې بریدونو او عملیاتو په پایله کې د قبایلي سیمو سلګونه زره خلک کډوال شول، چې له دې ډلې یو شمېر یې هماغو کلونو کې افغانستان ته را کډه شول.
ښاغلي مجاهد ویلي، دلته غواړو چې د پاکستان د پوځ او بیچاره پښتنو قبائلو ترمنځ د تېرو کلونو د جګړو څو نمونې یادې کړو، ترڅو روښانه شي چې د ټي ټي پي موضوع د نن او پرون موضوع نه ده او دا چې دا موضوع په افغانستان او ځانکړي توکه د اسلامي امارت پورې هيڅ اړه نه لري.
په قبائلي سیمو کې له خلکو او ټي ټي پي سره د پاکستان د پوځ د عملیاتو او جګړو مختصره یادونه:
په ۲۰۰۲ م کال کې د ټي ټي پي تحریک د پاکستاني پوځ لخوا امریکا ته په وزیرستانونو باندې د خلاص مټ بمبارۍ او ډرون بریدونو په غبرګون کې رامنځته شو، چې بیا یې پاکستاني ځواکونو له هغه وخته تر اوسه پورې په وړاندې بېلابېل عملیات او بریدونه کړي، همدا ډول د ټي ټي پي لخوا هم له هغه وخته تر اوسه په پاکستان کې لوی او واړه بریدونه ترسره شوي دي.
۱ـ پاکستاني پوځ په لومړي ځل په ۲۰۰۲ کال د مارچ په میاشت کې په جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرسان او اورکزی اجنسۍکې د ټي ټي پي په ضد د (OPERATION AL – MIZAN)( المیزان) په نامه عملیات اعلان او ترسره کړل، چې پایله کې یې د پاکستان په دننه کې تر ۸۰ زره ځایي خلک بيځایه شول.
۲ـ په ۲۰۰۷ کال کې پاکستاني پوځ په سوات او ملاکنډ کې د ټي ټي پي په وړاندې د ( راه راست) په نامه عملیات اعلان کړل، چې له امله یې د سوات او مالاکنډ څلور لکه خلک ګډوالۍ ته مجبور شول او یو شمېر ګډوال د افغانستان نږدې سیمو ته هم را واوښتل، چې د هغه وخت حکومت ډیورند کرښې ته نږدې ځاي په ځاي کړل.
۳ـ په ۲۰۰۸ کال کې پاکستاني پوځ په باجوړ اجنسۍ کې د ټي ټي پي په مقابل کې د (OPERATION SHER DIL) (د زمري زړه) په نامه عملیات اعلان کړل چې نږدې شپږ لکه خلک یې کډوال کړل.
۴ـ د ۲۰۰۹ کال اکتوبر میاشت کې پاکستاني پوځ په جنوبي وزیرستان کې بیا د ټي ټي پي پر وړاندې د ( نجات ) په نامه عملیات اعلان کړل چې تقریباً له درې تر څلور لکو ځایي خلک یې کډوالي ته مجبوره کړل.
۵ـ د ۲۰۱۱ کال په جولای میاشت کې پاکستاني پوځ په کرمه اجنسۍ کې د ټي ټي پي په ضد د سپین غر( کوه سفید) په نامه عملیات اعلان کړل، چې په پایله کې یې شاوخوا یو لک ځایي خلک کډوالۍ ته اړ کړل.
۶ـ د ۲۰۱۴ د جون میاشتې په ۱۵ نیټه پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي په مقابل کې د ضرب عضب (غضب) په نامه عملیات اعلان کړل، چې له امله یې تقریباً تر یو میلیون پورې خلک بیځایه شول چې تر نیمایي زیات یې له ډیورند کرښې دې خوا را واوښتل او د هغه وخت حکومت د یادو قبائلي کډوالو لپاره په خوست او پکتیکا کې کمپونه جوړکړل.
۷ـ پاکستاني پوځ له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کال پورې د خیبر اجنسۍ تیرا او باړه سیمو کې د ټي ټي پي او قبائلو په وړاندې د خیبر ۱،۲،۳،۴ په نامه عملیات وکړل، چې په پایله کې یې له درېیو تر پینځو لکه خلک له خپلو سیمو کډوالي ته مجبور شول، چې ډېره برخه یې ننګرهار ولایت ته را غلل او د تېرې ادارې له خوا په اړونده سیمه کې ځای پر ځاي شول.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، چې دا هغه حقایق او مستند معلومات دي چې ښيي پاکستاني پوځ د اسلامي امارت له راتګ مخکې هم له پښتني قبایلو او TTP سره په جګړه کې ښکیل وو.
نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت تر راتګ د مخه دوی په دې خبره اعتراف کاوه، چې په اصطلاح له ترهګرۍ سره په جګړه کې یې له ۸۰ تر ۹۰ زره نظامیان او خلک وژل شوي.
د اسلامي امارت له واکمنی مخکې په پاکستان کې غټې پېښې:
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، د اسلامي امارت له حاکمیت وړاندې په پاکستان کې بېلابېلې سترې امنیتي پېښې رامنځته شوي، چې دا روښانه کوي د دې هېواد د امنیتي ستونزو رېښه پاکستانۍ ده نه اسلامي امارت، چې د ځینو یادوه یې په لاندې ډول کوو:
۱- په ۲۰۰۷ اګست کې د ټي ټي پي لخوا په جنوبي وزیرستان کې ۳۰۰ پاکستانې پوځيان د عملیاتو په مهال ژوندي ونیول شول، چې وروسته بیا د بیت الله محسود له څلویښتو بندې غړو سره تبادله شول.
۲ـ د ۲۰۰۸ د اګسټ په ۲۱ مه د پاکستان پنجاب کې د وسلو جوړولو کارخونې باندې حمله وشوه، چې ګڼ شمیر کسان په کې ووژل شول.
۳ـ د ۲۰۰۸ د جون میاشتې په ۲ نیټه په اسلام اباد کې د ډنمارک په سفارت باندې د موټر بم برید وشو، چې څو کسان په کې ووژل شول.
۴ـ د ۲۰۰۹ اکتوبر په ۲۸ مه د پیښور ښار په مینا بازار کې د موټر بم چاودنه وشوه، چې ګڼ شمیر کسان په کې ووژل شول.
۵ـ د ۲۰۰۹ اکتوبر میاشت کې د سوات په شنګله سیمه بازار کې د موټر بم حمله وشوه چې تر ۴۷ تنو پورې کسان په کې ووژل شول.
۶ـ د ۲۰۱۱ د مې میاشت په ۲۲،۲۳ نیټو د کراچۍ د بحري ځواکونو(PNS Mehran) په اډه باندې برید وشو، چې د راپورونو له مخې ۱۸ تنه بحري افسران په کې ووژل شول او ۱۶ تنه ټپیان شول.
۷ـ د ۲۰۱۴ دسمبر میاشتې په ۱۶ په پیښور کې د ارمي پبلک سکول(APS) واقعه رامنځته شوه چې شاوخوا ۱۵۰ تنه پکې ووژل شول او ۱۳۴ تنه زخمیان شول.
نوموړي ویلي، چې دې ته ورته ډيرې نورې پېښې او حملې هم په پاکستان کې ترسره شوي چې موږ یې فقط څو نمونې یادې کړې.
اسلامي امارت له واکمني وروسته د پخوا را کډوالو شویو قبائلو په اړه څه کړي:
- د پاکستان حکومت، پاکستاني ګوندونو، علماوو او افغانستان ته راغلو کډوالو ترمنځ مو د ناستو او غونډو زمینه برابره کړې.
- اسلامي امارت هغه قبائل کډوال چې ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې میشت وو او پاکستان ترې ویره لرله د هغو کورونه یې له ډيورنډ کرښې څخه مرکزي سیمو ته انتقال کړي او کمپونه یې ورته جوړ کړي، ترڅو ښه کنترول شي.
- له قبائلي کډوالو سره د وسلو ګرځول منعه شول.
- د ستونزو د حل او دوامدار مراقبت لپاره یو اصلاحي کمیسیون رامنځه شو.
- که څوک د امیر له اجازې پرته له افغانستان څخه د باندې د جهاد په نوم تلل د هغوی په وړاندې شرعي حکم او فتوا اعلان شوه.
- په پاکستان کې د سولې او امن لپاره مو د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو لپاره زمینه مساعده کړه چې له امله یې هغه مهال اوږد مهاله اوربند وشو او خبرو اترو خورا ډير پرمختګ وکړ، چې بیا د پاکستان پوځ د خاصې کړۍ لخوا هرڅه سبوتاژ شول.
- اوس مهال چې کوم قبائلي کډوال په افغانستان کې شتون لري، دا د اسلامي امارت له راتګ څخه مخکې په افغانستان کې میشت شوي وو او لکه څرنګه چې یادونه وشوه د کډوالۍ علت يې هم د پاکستان د پوځ خاصې کړۍ ناسم سیاستونه او په قبائلي سيمو کې تاوتريخوالی او عمليات وو.
اسلامي امارت به د ټولو هغو هڅو او اقداماتو تود هرکلی وکړي، چې په پایله کې يې دغه کډوال خپلو سيمو ته ستانه شي.
همدا راز د دې ټولو اقداماتو سره سره اسلامي امارت لاهم ځان مسوول ګڼي، چې له خپلې خاورې څخه چاته د بل هېواد په چارو کې د مداخلې اجازه ورنه کړي بلکه مخه یې ونیسې.

