ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترکیې د نتانیاهو په ګډون د ۳۷ اسرائیلو چارواکو د نیولو حکم صادر کړ

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، ترکیې په غزه کې د جنګي جرمونو او نسل وژنې له امله د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په ګډون د ۳۷ اسرائیلي چارواکو د نیولو حکم صادر کړی.

د راپور له مخې، په دې لېست کې د نتانیاهو سربېره د دفاع وزیر اسراییل کاتز، د ملي امنیت وزیر ایتمار بن ګویـر او د پوځ لوی درستیز ایال زمیر هم شامل دي.

ترکیه وايي، د اسراییلو اشغالګرو چارواکو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې د غزې په جګړه کې په منظم ډول د “نسل‌وژنې او د بشریت ضد جنایتونو” کړنې ترسره کړې دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۷مه نېټه پر العهلي بپتست روغتون په برید کې شاوخوا ۵۰۰ کسان شهیدان شوي دي.

سرچینې وایي، د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د صهونیستي رژیم له‌خوا طبي وسایل په قصدي ډول له منځه وړل شوي دي.

همدارنګه، غزه تر بندیز لاندې راوستل شوې او اغېزمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

دغه‌راز په یاد راپور کې د “ترکي ـ فلسطین دوستۍ روغتون” ته هم اشاره شوې، چې د ترکیې له‌خوا په غزه کې جوړ شوی و او د مارچ په میاشت کې د اسراییلو الوتکو بمبار کړی دی.

ترکیه تېر کال د سویلي افریقا د هغه قضیې سره هم یوځای شوې وه، چې اسراییل یې د عدالت په نړیواله محکمه (ICJ) کې د نسل وژنې په تور تورن کړی و.