ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر احمد الشرع لګېدلي بندیزونه لغوه کړل

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سازمان د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره د سوریې پر ولسمشر احمد الشرع لګېدلي بندیزونه لغوه کړل.

د رویټرز د راپور پراساس دغه پرېکړه‌لیک تېره (پنج‌شنبه د لړم ۱۵) د امریکا له خوا وړاندې شو او د سوریې د کورنیو چارو وزیر انس خطاب پر وړاندې بندیزونه یې هم لغوه کړل.

 دغه بندیزونه په داسې حال کې لغوه شول، چې ټاکل شوې احمد الشرع راتلونکې اونۍ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري.