ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ٢١٩ عمر ثالث فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۲۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول


د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند په بدخشان ولایت کې د ۲۱۹ عمر ثالث فرق له ښوونيز مرکز څخه، ۲۰۰ تنه ځوان منسوبین د درې مياشتنيو پوځي، مسلکي او عقيدوي زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رییس مولوي دادمحمد محمدي، د تعلیمي مرکز قومندان مولوي محمد علم سعید او یو شمېر نظامي او ملکي مسوولینو ګډون کړی و.

د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رییس مولوي دادمحمد محمدي په خپلو خبرو کې د اُمراوو اطاعت واجب وباله او ویې ویل: اسلام او اسلامي امت هغه وخت ځواکمن شو، چې مسلمانانو د خپلو مشرانو په اخلاص سره اطاعت کولو او که نن هم دا ځانګړنه په ځان کې پيدا کړو، یو ځل بیا ځواکمن اسلامي نظام را ژوندی کولی شو.

همداراز، د تعلیمي مرکز قوماندان مولوي محمد علم سعید په خپله وینا کې فارغانو ته د خلکو صادقانه خدمت او اسلامي ارزښتونو ته ټينګ پاتې کېدو سپارښتنه وکړه او همدا شان زياته يې کړه، چي تاسو باید د نظامي مهارتونو ترڅنګ، دیني او اخلاقي ژمنتیا هم وساتئ، تر څو خپل وطن او خلکو ته لا ښه خدمت وکولی شئ.