ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج الدین حقاني: سرتېري دې د مشرانو فرامينو په پلي کېدو کې له اخلاقو کار واخلي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د پولیسو اکاډمۍ د نصاب بیا کتنې سیمینار پای غونډه کې ګډون کړی. 

یادې غونډې کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر په ګډون، د کورنیو چارو وزارت د اداري چارو مرستيال، د پاليسۍ او ستراتېژۍ مرستيال، نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال او ګڼ شمېر مسولينو او رييسانو برخه اخيستې وه.

د کورنیو چارو وزارت اداري معینیت د دفتر رییس شیخ محمد طاهر د اسلامي پولیسو د روزنې نوي نصاب په اړه ویلي، د پولیسو اکاډمۍ په اوسني نصاب کې د انګلیسي اصطلاحاتو پر ځای ملي ژبو ته ځای ورکړل شوی او دغه راز د نصاب بشپړولو په موخه په ټول توان د پولیسو ښوونې او روزنې لپاره یاد نصاب کې د پام وړ بدلون رامنځ شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي د نصاب بیا کتنې په برخه کې د مسولینو هڅې ستایلي او په وینا یې، یاد نصاب کې اغېزمن بدلونونه رامنځ ته شوي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې ښوونیزو بنسټونو ته کار کول یې ستر ارمان و او په وینایې له نېکه مرغه هغه ورځ را ورسېده، اوس د هېواد بچیانو د روزنې په موخه پر منظم نصاب کار شوی دی.

خلیفه سراج الدین حقاني ویلي، که پولیس پر خپلې وړتیا او نصاب ځان بسیا شي، هیڅوک نشي کولای چې د نظام او ولس تر منځ واټن رامنځته کړي.

نوموړي امنیتي مسوولینو ته په خطاب کې زیاته کړې؛ خدمت به مو هغه وخت کامل شي، چې د خپل مزاج پرځای اسلامي او افغاني فکر راباندې پیاوړی وي او کار پرې و کړو.

سرپرست وزیر پولیسو ته په سپارښتنو کې ویلي؛ ستاسو اخلاص او اخلاق باید تر ټولو لوړ وي او همدارنګه له سرتېرو یې غوښتي، چې د مشرانو فرامينو په پلي کیدو کې له اخلاقو کار واخلي.

ښاغلي حقاني دغه راز له پولیسو غوښتنه کړې، چې د ښوونې او روزنې بشپړ ډاډ له ترلاسه کېدو ورسته مسولیت ته مخه کړي.