ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو له ښوونيز مرکز څخه ٧٣٠ تنه منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو له ښوونيز مرکز څخه، ۷۳۰ تنه ځوان منسوبین د درې مياشتنيو پوځي، مسلکي او عقيدوي زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغه مراسمو کې د ملي دفاع وزارت ستردرستيز مرستيال حاجي مالي خان صدیق، د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو قومندان مولوي عبدالصبور ابودجانه او ګڼ شمېر مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

د ملي دفاع وزارت ستردرستيز مرستيال حاجي مالي خان صدیق په خپلو خبرو کې فارغ شویو منسوبینو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: هغه څه مو چې دلته زده کړل په سنګرونو کې ترې سالمه ګټه پورته کړئ او له خپلو همسنګرانو سره خپلې تجربې شريکې کړئ.

همداراز نوموړي زياته کړه، دا ډير د خوشحالۍ ځای دی چې د هېواد په کچه او په خاصه توګه په ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو اړوند ځواکونه په لوړ مورال، اسلامي او ملي روحيې سره د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع کوي او هېڅ پردي پاله مزدور ته د هېواد په داخلي چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

په پای کې فارغ شویو منسوبینو د مسوولینو په شتون کې د جمع نظام، پوځي مهارتونو، ورزشي او تکتيکي حرکتونو نندارې ته  وړاندې کړل او غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.