د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۱۴هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۱۴هـ ل نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
کندهار – سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې یو زر او ۲۷۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته زره او۴۶۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۶۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ زره او ۳۰ تنه و، کندهار، هرات، لوګر، زابل، غزني، پکتیکا، فراه، هلمند، نیمروز او کابل ته لېږدول شوي او شپږ میلیونه، ۶۵۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له یو زر او ۹۳۱ کورنیو سره ټولې۱۶ میلیونه او ۳۵۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
۲۵۵ زره او ۷۴۰ د خوړو ډوډۍ او اوبه وېشل شوي.
۱۴ زره او ۷۶۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه وېشل شوي.
ننګرهار – تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې یو زر او ۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې پینځه زره او ۴۸۴ تنه و، ثبت او بایومیټریک شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
یو زر او ۳۷۷ کورنۍ چې اووه زره او ۵۶۹ غړي لري، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوي او درې میلیونه ،۶۶۶ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه یې ترلاسه کړې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له یو زره او ۲۶۹ کورنیو سره ۱۰ میلیونه او ۷۷۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
یو زر او ۸۵ عدده وړیا سیمکارتونه وېشل شوي.
هرات – اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
۶۹ کورنۍ چې ۲۵۹ تنه کېږي، راستنې او ثبت شوي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له ۶۸ کورنیو سره ۴۹۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز – ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
۱۶ کورنۍ چې ۶۴ تنه کېږي او همدارنګه یو زر او ۹۵۲ تنه مسافر راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له ۶ کورنیو سره ۴۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د لس زرو او اتو تنو درملنه شوې ده.
•۱۶ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
هلمند – بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
۱۰۰ کورنۍ چې ۶۴۴ تنه کېږي، راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
۵۸ کورنۍ چې ۳۸۰ تنه دي، نیمروز، دیشو، خانشین، صفار او ګرمسیر ته لېږدول شوي او یو میلیون، ۳۲۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له ۱۷۲ کورنیو سره یو میلیون او ۵۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل – مرکز
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه ۹۰۰ کورنۍ چې شپږ زره او ۷۶۳ تنه کېږي، بغلان، کندوز، بلخ، جوزجان، تخار، خوست، پکتیا، ننګرهار، فاریاب او سرپل ته لېږدول شوي او څلور میلیون،۳۱۱ زره او ۱۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري ټولو راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی.
ټــــولیز ارقام:
ثبت شوي کډوال: دوه زره او ۵۰۰ کورنۍ، ۱۴ زره او ۹۱۱ تنه
لېږدول شوي کډوال: درې زره او پینځه کورنۍ، ۲۰ زره او ۷۴۲ تنه
مرسته شوي کډوال: درې زره او ۴۴۶ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: دوه زره او ۵۷۷ عدده

