د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه ويلي، چې د دې وزارت او د زندانونو چارو د سمون ادارې ترمنځ، د ښوونیز بهیر پیاوړتیا او د زندانیانو د ښوونې او روزنې پراختیا په موخه د دوهاړخیزو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو.
د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولینو د پوهنې وزارت پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې د دې هوکړهلیک اساسي موخه د زندانونو دننه د بندیانو د زدهکړې، روزنې او فکري ودې لپاره زمینه برابرول دي.
ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین مرستیال مولوي عبدالخالق صادق د علم، پوهې او سالمې روزنې پر ارزښت هراړخیزې خبرې کړي او ویلي یې دي، اسلامي امارت هوډ لري، چې زندانونه د شکنجې پر ځای د ښوونې او روزنې په مرکزونو بدل کړي.
نوموړي زیاته کړې، یاد وزارت ژمن دی چې د بندیانو لپاره هم د زدهکړې اړین فرصتونه برابر کړي.
د یاد هوکړهلیک له مخې، دواړه ادارې به په ګډه د زندانیانو لپاره د ښوونیزو پروګرامونو، روزنیزو سمینارونو او فکري پرمختګونو طرحې عملي کوي، څو زندانیانو ته د ذهني، معنوي او ټولنیزې پیاوړتیا زمینه برابره شي.

