ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزیر د مس عینک کان قراردادي شرکت له مسولینو سره په لیدنه کې؛ د کارونو پر چټکتیا یې ټینګار کړی

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د مس عینک کان قراردادي شرکت له مسوولینو سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې د MCCT شرکت رییس د پروژې د کاري پرمختګ، د تړون د ژمنو د پلي کولو او د پروژې لپاره د برېښنا برابرولو، چې د یاد شرکت له لوري په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کېږي خبرې کړې دي.

نوموړي همدارنګه د مس عینک پروژې تخنیکي او اقتصادي څېړنیز راپور د وزارت مشرتابه ته سپارلی دی.

په پای کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د یادې پروژې د کارونو د چټکتیا په اړه ټینګار کړی او ویلي یې دي، یاد وزارت د مس عینک پروژې د لا ښه پلي کېدو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.