د پوهنې وزیر مولوي حبیبالله آغا د شمالي ولایتونو د رسمي سفرونو په ترڅ کې سرپل ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له ولایتي مقاماتو او د پوهنې له مسؤلینو سره تر لیدنو وروسته، د ۷۸ میلیونه او ۳۶۶ زره او ۵۸۱ افغانیو په لګښت د ۸۹ ښوونیزو مرکزونو د جوړولو او ترمیم پروژې، چې تازه بشپړې شوې دي، ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د سرپل ولایت د پوهنې رییس د وزیر او مل پلاوي د ښه راغلاست پر مهال وویل: «د پوهنې د وزیر شتون زموږ د خوښۍ، ویاړ او روحيې سبب ګرځېدلی. د ښوونځیو د جوړېدو او ترمیم دغه پروژې په بېلابېلو سیمو کې د زدهکړې بهیر د پیاوړتیا او د زدهکوونکو لپاره د مناسب تعلیمي چاپېریال د رامنځته کولو په لور یو ستر ګام دی.»
په ورته مهال، د سرپل والي مولوي ظریف مظفر د پوهنې وزیر له راتګ او د یادو پروژو له پلي کېدو مننه وکړه او ویې ویل: «پوهنې وزارت خپل ستر رسالت د علم او پوهې د رسولو په برخه کې تر لرې پرتو سیمو پورې ترسره کړی دی. ښوونه او روزنه د ټولنیز پرمختګ بنسټ دی؛ پوهنې وزارت تل د خلکو په خدمت کې دی او هڅه کوي ملت د ناپوهۍ له تیارو راوباسي. له همدې امله، مشران او مسوولین باید د خپلو اولادونو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅې وکړي او د مسوولیت احساس له ځان سره ولري.»
د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو له پرانیستلو سره، په سرپل ولایت کې د زدهکړې هراړخیزې اسانتیاوې رامنځته شوې او په پایله کې یې زرګونو زدهکوونکو ته د زدهکړې خوندي او مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شوی دی.

