ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۲۵۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

 د ملي دفاع وزارت وایي، چې دې وزارت اړوند ۲۲۱ شهید افتاب فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۲۵۰ تنه ځوان منسوبين له درې میاشتنیو نظامي، تکتیکي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته د یو لړ  مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د جګړییزو ګډو زده کړو قومندانۍ قومندان مولوي نصیب الله مدني، د حقوقو ریاست مرستیال مولوي اسدالله اعزاز، د پیژنتون ریاست د بشري منابعو رییس مولوي احمدالله سعید، د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې مرستیال مولوي عبدالله سعد او ګڼ شمېر علماء کرامو، مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی و.

د جګړييزو ګډو زده کړو قومندانۍ قومندان مولوي نصیب الله مدني فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: تاسو باید دا زده‌کړې د عمل په ډګر کې ثابتې کړئ؛ اطاعت، صبر او استقامت خپل اصول وګرځوئ، د خپلو مشرانو لارښوونو ته غوږ ونیسئ او زده‌کړې مو له نورو سره شریکې کړئ.

په پای کې فارغانو خپل نظامي تمرینات د مسولینو پر وړاندې نندارې ته وړاندې کړل او مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.