ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکا کې د یوې الوتکې د لوېدو له امله د وژل شویو شمېر ۱۲ تنو ته لوړ شو

د امریکا په کنتاکي ایالت کې د یوې بار وړونکي الوتکې د لوېدو له کبله د وژل شویو شمېر ۱۲ تنو ته لوړ شو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه الوتکه تېره (سې‌شنبه، د نوامبر ۴مه) د پورته کېدو پرمهال لوېدلې وه.

د کنتاکي ایالت د چارواکو په وینا، په الوتکه کې د سپارو درېیو تنو په ګډون نهه تنه نور پر ځمکه د الوتکې د لوېدو په وخت کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.