د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې دې غونډې ته په کابل ښار کې د ځمکتلي سوداګریز مارکېټ او سوداګریز ورزشي کمپلکس جوړولو او همداراز په بلخ ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.
یاد معاونیت زیاتوي، له مفصل بحث وروسته یادې طرحې اړوندو وزارتونو او ادارو ته راجع شوې او مسوولینو ته یې سپارښتنه وشوه، څو د یادو طرحو هراړخیزه ارزونه ترسره او راپورونه یې په ټاکلي وخت د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

