د دیموکرات ګوند ۳۴ کلن سیاستوال زهران ممداني د نیویارک د ښاروالۍ په ټاکنو کې توانېدلی، چې د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره د دې ښار د لومړي مسلمان ښاروال په توګه وټاکل شي.
زهران ممدانی له بریا وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ته خبرداری ورکړی، د فساد هغه کلتور به پای ته ورسوي، چې د ټرامپ په څېر میلیارډرانو ته اجازه ورکوي، چې له مالیې تیښته وکړي او د مالیې له معافیتونو ناوړه ګټه واخلي او هغوی به ځوابکوونکي کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم ساعتونو وړاندې خبرداری ورکړی و، چې د زهران ممداني د بریا په صورت کې به د دې ښار فدرال بودیجه کمه کړي.
زهران ممداني په تېرو سلو کلونو کې د نیویارک ښار تر ټولو ځوان ښاروال دی، چې د ۵۰ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د خپل سیال پر وړاندې بریا ته ورسېده.

