ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوزبیکستان وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه

 د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د دې شرکت لوړ ولټاژ پیاوړو تخنیکي کارکوونکو د اوزبیکستان وارداتي برېښنا لېږد مزو نښلولو هڅو په دوام وکړای شول، چې یاد مزی بېرته ونښلوي.

یاد دولتي شرکت زیاته کړې، د وړمې شپې زلزلې د سمنګان او بلخ ولایتونو اړوند ساحو کې د وارداتي برېښنا مزی هم پرې کړی وو، چې وروسته د زلزلې ټکانونو، د ډبرو ښوېدنې او سخت طوفان د مزو بېرته نښلون چارې ټکنۍ کړې، خو د افغانستان برېښنا شرکت لوړ ولټاژ تخنیکي کارکوونکو د تېرې ورځې تر ناوخته وکړای شول چې برېښنا بېرته ونښلوي.