رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا په کنتاکي ایالت کې د یوې بار وړونکي الوتکې د لوېدو له امله لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، دغه الوتکه د پورته کېدو پر مهال لوېدلې او له کبله یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې او د کنتاکي ایالت د چارواکو په وینا چې ښایي تلفات زیات شي.

