ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو وزارت له دوو موسسو سره د بشري مرستو دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د افغانستان پیاوړتیا او د قلیم د نوښت او بشري صلح‌سازان افغانستان موسسو سره د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

د یاد وزارت په وینا، د دغو هوکړه‌لیکونو له مخې به څه باندې ۱۷ میلیونه او ۷۰۷ زره افغانۍ د کابل، لوګر، کاپیسا، پکتیا، خوست، غزني، کونړ، نورستان، ننګرهار، لغمان، دایکندي، بامیان او پروان په ولایتونو کې پر ۴۵۶۰ راستنو شویو او بې‌ځایه شویو کورنیو د زده‌کړو، وسایلو او نغدو مرستو په برخه کې ولګول شي.

همدارنګه، د اووه زره او ۲۵۴ ډالرو په ارزښت خوراکي توکي به په ننګرهار ولایت کې پر ۲۰۰ بې‌ځایه شویو کورنیو ووېشل شي.