ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس: نږدې ۴۰ زره مجاهدين په تخنيکي او مسلکي زده کړو بوخت دي

په تخار کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مديريت پروګرام څخه د نږدې ٨٥٠ تنه مجاهدينو فراغت‌غونډه وشوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس مولوي غلام حيدر شهامت، د تخنيکي او مسلکي زده کړو د شمال ختيځ زون ریيس، د تخار ولايت مرستيال والي او د یاد ولايت يو شمېر سيمه ييزو مسوولینو ګډون درلود.

مولوي غلام حیدر شهامت ويلي، چې د مجاهدینو روزنیزه طرحه د افغانستان اسلامي امارت یو له سترو موخو او پروګرامونو څخه وه.

نوموړي د مجاهدينو لپاره د مديريتي زده کړو اهميت ته په اشارې سره زياته کړې، چې اوس مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۰ زره مجاهدين د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پر مديريتي زده کړو بوخت دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس همدارنګه له فارغانو غوښتي، تر څو د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال له مسلک، ژمنتیا، صداقت او ایماندارۍ څخه کار واخلي او د خلکو د خدمت لپاره سخت کار وکړي.

دغه‌راز ښاغلي شهامت ویلي؛ « کله چې د مجاهدينو روزنیزه طرحه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله تعالی درانه مقام ته وړاندې شوه، د امیرالمومنین حفظه‌الله له لوري له دې طرحې څخه ډېر تود هرکلی وشو او د پلي کېدو لپاره یې اړ لارښوونې وړاندې کړې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس د مجاهدینو د زده کړې طرحه عملي کول یوه لویه لاسته راوړنه ګڼلې او زیاته کړې یې ده، چې د اسلامي امارت زعیم د دې طرحې تود هر کلی کړی دی.

په ورته وخت کې د تخار ولايت مرستيال والي د خپلې وینا پر مهال د مجاهدينو لپاره د مديريتي زده‌کړو پر اهميت ټينګار کړی او د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د زده کړو د زمینې برابرولو په برخه کې یې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې  له رهبرۍ څخه، قدرداني کړې ده.

نوموړي زياته کړې، چې په تخار ولايت کې د مجاهدينو د روزنيزې طرحې له مديريت څانګې څخه د شاوخوا ۸۵۰ مجاهدينو فراغت يوه ستره لاسته راوړنه ده.

مرستال والي څرګنده کړې، چې مجاهدينو د روزنيزې دورې له بشپړولو وروسته په لازمې توګه د مديريتي چارو د پرمخ بیولو توان ترلاسه کړى دى.