ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانۍ په نړیواله درجه‌بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ

بلومبرګ په یوه راپور کې ویلي، چې په ورستیو درېیو میاشتو کې افغانۍ په نړیواله درجه‌بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی.

د بلومبرګ د څېړنو پر اساس؛ په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانۍ نهه سلنه لوړېدل له ارزي اړخه له نورو هېوادونو د افغانستان د مخکې‌والي لامل شوي دي.

په یاد راپور کې راغلي، چې د افغانستان د سوداګرۍ پراخوالی، نړیواله سوداګري او د اسلامي امارت له لوري ارزي کنټرول افغانۍ ته لا نور ثبات هم ورکړی دی.

اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې د افغانۍ د ثبات لپاره بې‌ساري هڅې کړې دي.

په هېواد کې یې د بهرنیو اسعارو پر ځای په افغانیو راکړه ورکړه معمول کړې او په جدي ډول یې د ډالرو د قاچاق مخه نیولې ده.

افغانۍ په روان کال کې ۱۴ سلنه رشد کړی او د کولمبیا او سریلانکا له پولي اسعارو وروسته یې د نړۍ په کچه درېیم مقام خپل کړی دی.

د یادولو وړ ده، چې نن په شهزاده سرای کې یو ډالر په ۷۸.۱۸ افغانۍ پلورل کېږي او ۲۶۳ افغانۍ بیا ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې کېږي.