د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۱۲هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۱۲هـ ل نېټې سره خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
: کنــــــــــــــدهار سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
له سپین بولدک څخه یو زر او څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې پینځه زره او ۹۱۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۶۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره او ۲۰ تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته شپږ میلیونه،۲۸۷ زره او ۵۸۱ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له ۱۱۴۱ کورنیو سره ټولې نهه میلیونه او ۴۴۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
خدمات او روغتیايي چارو کمېټه:
خواړه: ۲۳ زره او دوه خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوې دي.
مخابرات: یو زر او ۱۸۳ سیمکارتونه، په وړیا توګه د دقیقو او انټرنېټي بستو سره، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
۱۷۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او ۸۹۲۵ تنه ثبت او بایومیټریک شوي دي.
ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
۵۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۷۳۳ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.
کرایه: یو میلیونه، ۶۸۳ زره ۴۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
مالي چارو د تنظیم کمېټه:
۴۹۴ کورنیو ته ټولې څلور میلیونه او ۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
خدمات او روغتیايي چارو کمېټه:
مخابرات: یو زر او ۷۴۲ سیمکارتونه، وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې سره وېشل شوي دي.
اطلاعاتو او عامه پوهاوي:
کډوالو ته د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې، هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هلمند بهرامچه (ډیورنډ فرضي کرښه)
ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
۱۵۵ کورنۍ، ۹۸۹ تنه، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
۱۵۲ کورنۍ، ۸۶۸ تنه، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوي.
کرایه: یو میلیون او ۱۸۰ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
مالي چارو د تنظیم کمېټه:
۱۶۵ کورنیو ته ټولې یو میلیون او ۴۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
هرات اسلام کلا
ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
۷۱ کورنۍ، ۲۷۹ تنه، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
مالي چارو د تنظیم کمېټه:
۷۰ کورنیو ته ټولې۵۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز ورېښمو لار
ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
۳۳ کورنۍ، ۱۳۸ تنه، ثبت او راستنې شوي، همدارنګه یو زر او ۴۹۸ مسافر راستانه شوي دي.
مالي چارو د تنظیم کمېټه:
۱۲ کورنیو ته ټولې۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
خدمات او روغتیايي چارو کمېټه:
روغتیا: ۸۱۸ تنو درملنه شوې ده.
مخابرات: ۳۳ سیمکارتونه وېشل شوي.
اطلاعاتو او عامه پوهاوي:
کډوالو ته د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې، هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوي.
کابل مرکز
ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
۸۲۹ کورنۍ، څلور زره او ۱۵۱ تنه، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.
کرایه: څلور میلیونه او ۲۸۲ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
ټولیز ارقام د ټولو کمېټو:
ثبت شوي کډوال: دوه زره او ۹۶۳ کورنۍ، ۱۶ زره او ۲۴۳ تنه
لېږدول شوي کډوال: دوه زره او ۱۶۱ کورنۍ، ۱۱ زره او ۷۷۲ تنه
مرسته شوي کډوال: یو زر او ۸۸۲ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: دوه زره او ۹۵۸ عدده

