د ملي دفاع وزارت وایي، چې د ٢٠٩الفتح قول اردو له ساحوي پوځي ښوونیز مرکز د نهمې دورې، درې میاشتنۍ تکتیکي او عقيدوي زده کړو څخه ٤۵۹ تنه منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغه مراسمو کې د قول اردو قومندان ملا رحمت الله محمداکا، د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې ریاست رییس شیخ داد محمد محمدي، د سرپل ولایت والي مولوي محمد ظریف مظفر او ګڼ شمېر مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
مسوولینو نویو فارغ شویو منسوبینو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې، د هغوی زيار او کوښښونه يې د امانت برخه او د اسلامي نظام د بقا لپاره اړین وبلل او په ورسپارل شویو مسوولیتونو کې يې ورته د بریا غوښتنه وکړه.
په پای کې فارغ شویو منسوبینو ګډونوالو ته د جګړه ایزو تکتیکونو بېلابېل نندارې ترسره کړل او په عملي توګه يې د خپلو مهارتونو ښودنه وکړه.

