ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عبدالله بن مسعود ګډو زده کړو قومندانۍ څخه د اسلامي ملي اردو نږدې ۱۰۰ تنه مجاهدین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي، چې د اسلامي ملي اردو ۹۹ تنه ځوان مجاهدین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه‌ایزو تأمیناتو، جګړه‌ایز ملاتړ او عمومي خدمتونو ښوونځیو د محرم شفر، رباط، ایرکنډیشن، نقلیه وسایطو د ډریورۍ، اکمالاتو او عامه چارو له درې میاشتنیو مسلکي زده‌کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قومندانۍ د زده کړو مرستیال مولوي محمود قانع، د عقیدتي او امر بالمعروف مدیر مولوي عبدالرحمن عمري او ګڼ شمېر مسوولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مسوولینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال د مسولیتونو د ښه تر سره کولو په پار اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه: “نیتونه مو اصلاح کړئ، د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او په صداقت او ژمنتیا سره اسلامي نظام ته خدمت وکړئ.”

ورته مهال نويو فارغانو مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه به په مېړانه ساتنه کوي.

همدارنګه مراسم فارغانو ته د مسوولینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.