په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني په یاد هېواد کې له یو شمېر مېشتو افغانانو سره لیدنه وکړه.
په ابوظبي کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي حقاني په متحده عربي اماراتو کې د مېشتو افغانانو ستونزې اورېدلي او په دې برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
بل لوري، هېوادوالو په ابوظبي کې د اسلامي امارت د غوره رهبرۍ په ځانګړې توګه د سفیر له خدمتونو او په ټاکلي وخت د سفارت لهخوا په وخت سره د دوی ستونزو ته د ځواب ویلو له کبله مننه او ستاینه کړې ده.

