د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یوه پلاوي د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا په برخه کې د دغه وزارت د کاري لومړیتوبونو د تشریح په موخه کندز ته سفر کړی او د یاد ولایت د کرنې ریاست له کارکوونکو سره یې غونډه کړې.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رييس مولوي مصباح الدين مستعین، د کندوز د کرنې رييس مولوي امان الله حسن، د وزارت سلاکار ميرويس خوګياڼي او د کندوز د کرنې رياست کارکوونکو ګډون کړى و.
د کندوز د کرنې رييس ویلي، زموږ دوه کلنې لاسته راوړنې د تېر په پرتله ډېرې لوړې دي، موږ په يو کال کې ٢١٠ ميليونه افغانۍ عواید راټول او دولت ته مو سپارلې، زرګونه جریبه غصب شوي ځمکې مو راګرځولي، سلګونه جریبه ځنګلونه مو خوندي او اصلاح شوي تخمونه مو وېشلي دي او ترڅنګ یې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې بریالی و.
نوموړي په خپلو غوښتنو کې د سړو خونو، د محصلاتو د پروسس مرکز، وریجو ننداریزې کروندې او لایزر لېول جوړول یاد کړي.
مولوي مصباح الدین مستعین ویلي، امارت د سرچینو له کمښت سره سره خلکو ته د اسانتیاوو د راوستلو لپاره په هره برخه کې پلانونه او پروګرامونه لري.
نوموړي زیاته کړې، د نظام د رهبرۍ او د کرنې وزارت اراده دا ده چې له هرې ممکنه لارې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي او په غوره توګه خدمات وړاندې کړي، ځکه ولس په هر ډول حالاتو کې له امارتي ځواکونو سره همکاري کړې او د امارت نه بېلېدونکې غړي دي، د دوی د ژوند د ښه والي لپاره باید کار وشي.
میرویس خوګیاڼي ویلي؛ هڅه وکړئ چې کروندګر عصري کرکیلې ته وهڅوئ، د څاڅکې اوبوخور، د کتار په بڼه کرکېله، د څارویو د نسل بدلولو، د ننداریزو کروندو جوړول، د نباتاتو د اآفتونو مخنیوي کولای شي، چې بزګرانو او مالدارانو سره مرسته وکړي.

