ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د تاجکستان وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د تاجکستان وارداتي برېښنا چې تېره شپه شمالي ولایتونو کې د زلزلې له امله پرې شوې وه، بېرته ونښلول شوه.

د یاد شرکت د اعلامیې له مخې، د تاجکستان وارداتي برېښنا په بیا نښلیدو سره د کندوز، تخار او بغلان ځېنو سیمو کې د پېرودونکو برېښنايي ستونزې حل شوې او خلک د پخوا په څېر په عادي ډول برېښنا ته لاسرسی لري.

د یادونې وړه ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت کارکوونکي ساحو کې په کار بوخت دي تر څو عمومي شبکه ژر نورماله کړي.