العربیه خبري شبکې د سپینېماڼۍ د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د روان زېږدیز کال د نومبر پر ۱۸مه نېټه امریکا ته سفر کوي.
د راپور له مخې، ټاکل شوې محمد بن سلمان د دې سفر پر مهال په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري او په دفاعي او ټکنالوژۍ برخو کې د څو هوکړهلیکونه د لاسلیک په تړاو ورسره خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په تېره می میاشت کې سعودي عربستان ته د ټرمپ د سفر پر مهال دواړو هېوادونو د ۱۴۲ میلیارده ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړل، چې د امریکا په دفاعي بنسټ کې د سعودي عربستان د پانګونې تړون هم پکې شامل و.

