د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره خپل هندي سیال ډاکټر جيشنکر ټیلیفوني خبرې وکړې.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په پار غمرازي شریکه کړې او همدا ډول یې د بيړنیو بشري مرستو چې په کې ۱۵ ټنه خوراکي توکي شامل دي اسلامي امارت ته د تسلیمولو خبر ورکړ.
ښاغلي شنکر زیاته کړې، هېواد به یې ډېر ژر د خوړو او درملو برخه کې نورې اړینې مرستې هم وکړي.
دغه راز د هېواد د بهرینو چارو وزیر له خپل هندي سیال څخه مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې پر وخت به د هند مرستې اړمنو ته ورسېږي.
په پاې کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او سیمهییزو مسایلو هم بحث کړی او هند ته د مولوي امیر خان د وروستي سفر د پایلو په تعقیب یې ټینګار وکړ.

