د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د نورستان ولایت له مرستیال مولوي فیصل مختار او د کوچیانو چارو د سمون له عمومي رییس مولوي بصر صاحبزاده سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې مولوي فیصل مختار نورستان ولایت ته د بېرته ستنو شویو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې په دغه ولایت کې د کډوالو شمېر ته په کتو، د هغوی د ژوند وضعیت د ډاډ وړ دی او د اسلامي امارت له لوري ورسره اړینې مرستې شوې دي.
په همدې مهال ښاغلي مختار د نورستان ولایت د کډوالو اړوند یو شمېر وړاندیزونه او غوښتنې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې.
همدارنګه د کوچیانو د چارو د سمون عمومي رییس مولوي بصر صاحبزاده د لرې پرتو سیمو د کوچیانو د لومړنیو خدماتو د لاسرسي په اړه وویل، چې یو شمېر راستانه شوي او داخلي بېځایه شوي کسان لا هم لومړنیو خدمتونو ته اړتیا لري.
نوموړي وړاندیز وکړ، چې د اسلامي امارت اړوند ادارې دې د کوچیانو او کورنیو بېځایه شوو د ستونزو د حل لپاره اړین اقدامات وکړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر یادو مسوولینو ته ښه راغلاست وویل او د کډوالو ستونزو ته رسېدنه یې د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه وبلله.
مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې د حکومت امکانات د کډوالو او بېځایه شویو په خدمت کې دي او یادو وړاندیزونو ته رسېدنه اړینه ده.

