ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ترکیې ولسمشر به له خپل اذربایجاني سیال سره د نګورنو قره باغ وضعیت څیړلو په اړه لیدنه وکړي

یاده لیدنه په داسې حال کې کیږي، چې اذربایجاني ځواکونو ارمانیانو ته ماته ورکړې او زرګونه ارمانیان یې د قرباغ له نارګو سیمې څخه ګډوالۍ ته اړ کړي دي.

دغه راز یوه امریکايي چارواکي ویلي، د USAID مشر سامانتا پاور په ګډون به د متحده ایالاتو لوړپوړی پلاوی او د اروپا او اسیا په چارو کې د دولت د وزیر مرستیال یوري کیم به د ارمنستان له لوړ پوړو دولتي چارواکو سره د لیدنې په موخه دې هېواد ته سفر وکړي.

ارمني ټبره خلک له اذربایجاني ځواکونو سره تېره اونۍ له ۲۴ ساعته پوځي عملیاتو وروسته اوربند منلی وو.

نګورنو قره باغ د اذربایجان د خاورې په توګه پیژندل شوې سیمه ده، خو اکثره اوسیدونکي یې ارمني ټبره دي.

په یاده سیمه تېرو کلونو کې هم د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ خونړۍ جګړې شوي دي.