ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په شمالي ولایتونو کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د اسلامي امارت د غمرازۍ پيغام

په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تېره شپه په سمنګانو، بلخ، بغلان، کندوز او ځینو نورو ولایتونو کې د زلزلې له امله زموږ یو شمېر افغانان شهیدان او ګڼ شمیر ټپيان شوي، ډیری کورونه هم نړیدلي او مالي زیانونه اوښتي دي.

 انالله و اناالیه راجعون

اسلامي امارت له متأثره شویو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي، شهیدانو ته فردوس جنت، ټپيانوته بېړنۍ روغتیا غواړي، کورنیو او خپلوانو ته يې تسلیت وايي.

همدا ډول د اسلامي امارت اړوندو مسوولینو په ګډون ټولو اړوندو ادارو ته لارښونه کیږي، چې هرڅه ژر سیمې ته خپلې روغتیایي، خوراکي او نورې مرستې ورسوي، د پاتې خلکو د ژغورلو لپاره هڅه وکړي، د کورونو، کیږدیو او نورو اړوندو اړتیاوو په اړه اړین اقدامات ترسره کړي.

له الله تعالی څخه غواړو چې له نورو دا ډول افاتو څخه موږ مصئون وساتي او د تیرې شپې زیانمنو شویو ته جمیل صبر او جزیل اجر ورکړي.

والسلام د افغانستان اسلامي امارت