ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د تېرې شپې د زلزلې له مله د اوزبیکستان او تاجکستان وارداتي برېښنا مزي پرې شوي

د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د تېرې شپې زلزلې له امله د اوزبیکستان او تاجکستان وارداتي برېښنا مزي په دوو ځایونو کې، له نايب‌اباد څخه تر سمنګان او له خُلم څخه تر پلخمري پورې پرې شوي دي.

د یاد شرکت په خبره، کابل، بغلان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، لوګر، پکتیا، غزني او میدان وردګو ولایتونو برېښنا چې له اوزبیکستان څخه برابریږي په بشپړ ډول پرې شوې ده.

یاد ریاست زیاته کړې، کندوز ولایت ته د تاجکستان وارداتي برېښنا هم قطع شوې او هغه ولایتونه چې برېښنا یې له یادې سرچینې برابرېده پرې شوې.

یاد شرکت ویلي، تخنیکي ټیمونه دواړو مسیرونو کې د برېښنا د بیا نښلولو هڅې کوي او له هېوادوالو یې غوښتې چې له زغم او حوصلې کار واخلي.