د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اوزبېکستان جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي بختیار سعیدوف سره د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا، اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د سیمې د عمومي وضعیت په اړه تلیفوني خبرې کړي.
مولوي امیرخان متقي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د سیمې په چارو کې ډیپلوماسۍ او تفاهم ته لومړیتوب ورکوي او غواړي له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د متقابل درناوي، نه مداخلې او رغنده تعامل پر بنسټ اړیکې ولري.
نوموړي زیاته کړې، چې د اوزبېکستان په څېر د سیمې له هېوادونو سره مثبت تعامل د دې څرګندونه کوي چې افغان حکومت د ثبات، اقتصادي همکاریو او د سیمهییزې هوکړې ملاتړی دی.
ښاغلي بختیار سعیدوف د افغانستان له رغنده دریځونو او د سیمې د سولې او ثبات په برخه کې پر هڅو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د اوزبېکستان د سیمې ثبات د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت ګڼي او د هر ډول مداخلې پر ځای باید د هوکړې، اقتصادي همکارۍ او متقابل باور فضا پیاوړې شي.

