د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص، افغانستان کې د یونیسف له مسوولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دواړو خواوو تر منځ د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون، د ګډې همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.
مولوي مطیع الحق د یونیسف مسوولینو هرکلی کړی او د ماشومانو د ساتنې او نور برخو کې کې د هغوی د فعالیتونو قدرداني کړې ده.
همدارنګه نوموړي د یونیسف له مسوولینو غوښتي، چې پخپلو پلانونو او له اړوندو امارتي ادارو سره د اسنادو په جوړولو او سروېګانو ترسره کولو کې د خلکو حقیقي غوښتنې او نظرونه په پام کې ونیسي او د اقلیمي بدلون په تړاو دې داسې پلانونه او اسناد چمتو شي، چې په ملي کچه د پلي کولو او په نړیواله کچه د منلو وړ وي.
ښاغلي خالص ټینګار کړی، چې د اقلیمي بدلون له زیانونو څخه عام خلک په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان زیات اغېزمن شوي دي او دا یوه بشري موضوع ده؛ نو نړیوالو ادارو ته په کار ده چې ټول په ګډه دې برخه کې کار وکړي، ترڅو د دې موضوع بشري اړخ تقویه شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ویلي، چې چاپېریالي موضوعات باید له سیاست څخه جلا شي او نړیوال باید په دې برخه کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
دغهراز نوموړي سپارښتنه کړې، چې په نړیوالو سټیجونو کې باید د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د ملي او نړیوالو موسسو غږ متحد او یوه خوله وي.
د یونیسف مسوولینو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رییس څخه مننه کړې، چې د هغه په مشرۍ له یادې ادارې سره پیاوړې همغږي لري.
همدارنګه په دې لیدنه کې پر ماشومانو د اقلیمي بدلون د اغېزو، ساتنې او ملاتړ، په نړیوالو دریځونو کې په متحد ډول د افغانستان غږ پورته کول، د ګډې همغږۍ او همکارۍ پر پیاوړتیا، نړیوالو مالي میکانیزمونو د لاسرسي او نړیوالو سره د تعاملاتو په برخه کې د یونیسف مسوولینو لخوا د همکارۍ ژمنې شوې دي.
د لیدنې په پای کې د همکارۍ او همغږۍ په پیاوړتیا ټینګار شوی او هوکړه شوې، چې د یادو شویو مسایلو په هکله به تخنیکي ټیمونه خپل کار ته ادامه ورکړي؛ ترڅو مخکې ګامونه واخلي.

