د نيمروز ولايت د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو رییس مولوي عبدالله ریاض ویلي، چې د ۱۴۰۲ هـ لمریز کال (د سنبلې میاشتې د لومړي ورځې څخه تر ۳۱ مې نېټې پورې) ۴۰ زره ۷۶۹ تنه، چې یو زر او ۸۷۱ کورنۍ او اوه زره او ۵۱۴ تنه همدارنګه ۳۳ زره ۲۵۵ تنه مجرد افغان کډوال له ایران څخه د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
ښاغلي ریاض زیاته کړې، چې له ۲۳ زره او ۹۶۸ بې وزلو کسانو او کورنیو سره د همدې ادارې په همغږۍ د کډوالو سازمان موسسې له خوا خوراکي او نغدي مرستې شوي.
د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو رییس په وینا، تېره میاشت ۴۶ زره ۸۳۸ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

