د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد له خیبر نیوز تلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، اسلامي امارت اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته ګواښ رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړې، د پاکستان دننه داسې ډلې شتون لري، چې غواړي بد امني جوړه کړي، د دغه ډول ډلو مخنیوی زموږ مسوولیت ندی، موږ نه وو چې دغه ډول بریدونه ترسره کېدل مثال یې پر پرویز مشرف برید او په لویو اډو او میدانونو بریدونه دي چې، په پایله کې د ضرب غضب په نامه عملیات هم تر سره شو.
مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، مذاکرات په باور او اخلاص سره کامیابیږي، خو افغانانو ته ګواښ کول د خبرو اترو پر فضا ډیرې منفي اغیزې لرلی شي.
ښاغلي مجاهد څرګنده کړې، د پاکستان داخلي ناامني او بریدونه چې افغانستان ته پرې هېڅ ډول مسوولیت نه راجع کېږي، د افغانستان سره د اړیکو خرابول ډیره د تاسف خبره ده.
نوموړي زیاته کړې، موږ په دومره لویه کچه ګډې اړیکې او مشترکات لرو، چې بل هېڅ ګاونډي هېوادونه یې یو له بل سره نه لري.
د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې پاکستانی لوری له موږ څخه غواړي د پاکستان د داخلي ستونزو په مخنیوي کې ورسره همکاري وکړو، خو دا زموږ په توان کې نه ده.
نوموړي زیاته کړې، موږ یوازې په هغو ستونزو او ناامنیو کې مرسته کولی شو، چې زموږ له خاورې د هغوی لور ته متوجه وي.
ښاغلي مجاهد څرګنده کړې، موږ پر خپل هغه دریځ کلک ولاړ یو، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم ګاونډي په خلاف نه استعماليږي.
نوموړي ویلي، چې پر فرضي کرښه ډېرې داسې سیمې شته، چې کنټرول یې حتی خپله پاکستان نه شي کولای.
دا په داسې حال کې ده، چې یو وخت امریکا پاکستان ته د یادو سیمو د کنټرول لپاره پیسې ورکړې وې، خو په پای کې یې کنټرول نشوې کړای.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په یاده مرکه کې ویلي، افغانستان او پاکستان دوه وروڼه هېوادونه دي او هڅه باید وکړو چې ستونزو ته لاره جوړه نشي، هر يو د خپلې خاورې مسوولیت لري او هر ډول خارجي ستونزې چې يو بل ته متوجه کيږي باید په سولهییز ډول د حل لپاره یو له بل سره مرسته وشي.
نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان سره د ورورولۍ او اړیکو پر دوام ګډه همکاري غواړي، بدبیني، منفي تبلیغات، پروپاګندې، بېځایه محدودیتونه او تورونه د دې مشترکو موضوعاتو د حل لامل نه کېږي، ځکه د مسائلو هوارولو لپاره د اړخونو تر منځ باور اړین دی، چې دا یوه ډېره مهمه موضوع ده.
مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، د سپین بولدک موضوع داسې وه چې د جنګ په جریان کې زموږ د ځینو مجاهدینو لخوا سهواً ځینې توغندي پر کورونو ولګېدل خو فوري، شیخ صیب حفظهالله د دې موضوع د څېړلو امر وکړ، چې بالاخره موضوع تعقیب شوه او په پایله کې هغو کورنیو ته د کورونو د بیا رغولو مصارف، د زخمیانو د درملنې لګښتونه او د شهیدانو دیت ورکړل شو.
نوموړي په یاده مرکه کې زیاته کړې، اسلامي امارت هېڅکله د جنګ طرفدار نه دی، ځکه جنګ لویه بدبختي ده ، بد امني، ګواښونه او بي باوري منځته راوړي او ده پرمختګ مخه نيسي.
د ښاغلي مجاهد په وینا، هغه پاکستاني کډوال چې د پاکستان د فوځ په عملياتو کې یې د کورنيو غړي له لاسه ورکړي، کورونه يې نړیدلي او اوسمهال په افغانستان کې میشت دي هغوی د اسلامي امارت له طرفه مکمل کنترول او د څارنې لاندې دي او د هېڅ ډول غیر قانوني کړنو او د وسلو د کارولو اجازه نه لري.
نوموړي زیاته کړې، بدبختانه، د پاکستان حکومت او هغه ادارې چې اسلامي امارت ورسره سیاسي ډګر کې مخامخ دی، پر خپلو وعدو نه دريږي او نه یې پر خپلو وعدو وفا کړې او دا يو لوی لامل د دې کیږي چې بې اعتمادي را منځ ته شي.
د اسلامي امارت ویاند ویلي، د پاکستان له حکومت څخه مو دا غوښتنه ده، چې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي او که اېستل کېږي، نو باید لارې ورته پرانیستل شي.
نوموړي زیاته کړې، د پاکستان ملکي حکومت او پوځ له افغانستان سره د اړیکو برخه کې متضاد نظرونه لري، ملکي حکومت غواړي له افغانستان سره خپلې اړيکې ښې کړي، خو له بدمرغه پاکستان پوځ نه غواړي چې اړیکې دې ورغېږي.
مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، د اسلامي امارت د متوازنې بهرنۍ پالیسۍ له مخې له هند سره د افغانستان اړیکې سوداګریزې او ډیپلوماټیکې دي او افغان حکومت نه غواړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د کړکېچ مرکز وګرځي.
نوموړي زیاته کړې، موږ په وار وار د پاکستان له حکومت سره د سوداګریزو اړیکو او د لارو د خلاصون په اړه خبرې کړي، چې دغه موضوعات به له سياست سره نه تړو. خو دوی په خپلو وعدو نه دي ولاړ او په کوچنۍ پېښه دروازې تړي او ستونزې رامنځته کوي.

