د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د بېلا بېلو ولایتونو د چرګانو فارمونو د اتحادیې له مسولینو او استازو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د بېلا بېلو ولایتونو د چرګانو اتحادیې مسولینو او استازو ویلي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د حکومت او ملت ترمنځ واټن له منځه تللی.
دغه راز یادو مسولینو زیاته کړې؛ د چرګانو د وارداتو مخه نیول شوې، ستونزې حل او دغه سکتور ښه وده کړې، د چرګانو د دانې د تولید له پلوه افغانستان خودکفا شوی دی.
نوموړود اسلامي امارت له مسولینو خوښي ښودلې، چې له دوی سره کړې ژمنې یې پوره کړي، همدارنګه یې د یو ورځنیو چرګوړو د وارداتو د مخنیوي، د چرګانو دانې د کیفیت لوړولو، د بې کیفیته درملو او واکسینونو د مخنیوي په موخه خپلې غوښتنې شریکې او د کیفیت د کنټرول په موخه د اتحادیې د استازو د پنځه کسیز کمېسیون جوړولو وړاندیز کړی.
ډاکټر ملا عبدالواسع د چرګانو اتحادیې مسولینو او استازو ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، ارګ د ټولو افغانان ګډ کور او د حل په موخه د ستونزو شریکولو وروستۍ مرجع ده.
نوموړي زیاته کړې، د همدې لپاره مو له هېوادوالو او د ټولنې د هر قشر استازو سره په بېلا بېلو غونډو کې د دوی ستونزې او غوښتنې اورېدلي او د حل په موخه مو له اړوندو ادارو او مسولینو سره شریکې کړې دي.
د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریيس د دې اتحادیې مسولینو ته په خطاب کې ویلي، تاسو په اوسنیو شرایطو کې حوصله ولرئ، موږ تل ستاسو ملاتړي یوو او کوښښ کوو چې په ګډه سره خلکو ته د کار زمینه برابره او اسانتیاوې رامنځته شي.
ملا عبدالواسع دغه راز ویلي، زموږ د دوامدارو کوښښونو سربیره د هېوادوالو د ستونزو حل او د هېواد خودکفایي زیات وخت ته اړتیا لري، د ملي تاجرانو او پانګوالو په ګډون له ټولو افغانانو څخه غواړو چې په دې برخه کې خپل مسولیتونه ادا کړي.
نوموړي ویلي، د هېواد د خودکفایي او د وارداتو د راکمولو په موخه مو بار بار ملي تاجرانو او پانګوالو ته سپارښتنه کړې، چې په نورو هېوادونو کې د ډېرې ګټې پرځای دې په خپل هېواد کې لږ ګټې ته ارزښت ورکړي او په بېلا بېلو برخو کې د پانګونو له لارې دې خلکو ته کاري زمینې زیاتې کړي.
همدارنګه یې زیاته کړې، اسلامي امارت په هره برخه کې د هېوادوالو او ملي تاجرانو او پانګوالو همکار دی او دوی دې د هېواد د پرمختګ او خودکفایي لپاره پانګونې وکړي.

