د ننګرهار کانال کرنیز شرکت د زیتون تېلو د پروسس چارې د دغه شرکت د اجراییوي رییس سید محمد نعیم محمدي په مشرۍ پیل شوې.
په دغه مراسمو کې د مالي او اداري چارو رییس محمداجان راشد، د سوداګرۍ او بازارموندنې رییس انجنیر نديالله نیازی، د کرنیزو او تخنیکي چارو رییس انجنیر حکمتالله معروف، د زیتون کارخونو امر مولوي اختر محمد هاشمي او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون درلود.
د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار کانال کرنیز شرکت اجراییوي رییس وویل، نن ورځ د هېواد د کرنیز سکتور لپاره یوه مهمه لاستهراوړنه ده، ځکه د زیتونو د حاصلاتو څخه د تېلو د پروسس رسمي لړۍ پیل شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې د زیتونو د تېلو تولید به سږکال د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیات وي.
د ښاغلي محمدي په وینا، سږکال د زیتونو د تېلو د تولید کچه شاوخوا ۱۹۰ زره لیتره اټکل شوې، حال دا چې تېر کال دا اندازه ۱۳۵ زره او ۵۰۰ لیتره وه، چې نږدې ۵۵ زره لیتره زیاتوالی ښيي.
نوموړي زیاته کړه، تېر کال د زیتونو ټول حاصلات شاوخوا یو زر او۱۰۰ ټنه وو، خو سږکال دا شمېره شاوخوا یو زر او۶۰۰ ټنو ته رسېږي، چې دا د تولید د پراختیا، ښه مدیریت او د باغدارۍ د سکتور د ودې څرګند نښه ده.
اجراییوي رییس وویل، د زیتونو تېلو د پروسس نننۍ پرانیسته نه یوازې د کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې یو ستر پرمختګ دی، بلکې د معیاري تولید، کورني اقتصاد د پیاوړتیا او د زیتونو د صنعت د دوامدار پرمختګ لپاره هم مهم ګام ګڼل کېږي.
د معلوماتو له مخې، د ننګرهار کانال کرنیز شرکت سږکال پلان لري، چې ۵۰ زره د زیتون نیالګي کښېنوي او تر ۱۴۰۷ کال پورې به ټول ویجاړ شوي زیتونو بڼونه بېرته احیا او ورغوي.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار کانال د جوړېدو پر مهال په درې زره او ۱۰۰ هکتاره ځمکه د زیتونو بڼونه جوړ شوي وو، چې د تېر ناوړه وضعیت له امله نږدې یو زر او ۳۸۰ هکتاره یې ویجاړ شوي او اوس مهال د ننګرهار کانال کرنیز شرکت په څلور فارمونو کې په شاوخوا یو زر او۸۰۰ هکتاره ځمکه زیتونو بڼونه شتون لري.

